نړيوال بانک افغانستان سره ۲۰۰ مېلېونه امريکايي ډالر مرسته کوي

روهي (جمعه/۲۰ د چنګاښ)، نړيوال بانک په يوې اعلاميې کې ويلي دي چې افغانستان کې د کوچنيو پانګونو په برخه کې دوه سوه مېلېونه امريکايي ډالر مرسته کوي. نړيوال بانک خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې دغه مرسته د کرونا ويروس له امله د اغېزمن شوي کوچنيو پانګوالو سره کيږي. 

نړيوال بانک د افغانستان له حکومت هيله ښوودلې ده چې د کرونا ويروس له امله د افغانستان د اقتصاد ځپل شوې برخو کې اقدامات وکړي او په پښو يې ودروي. 

د دغه دوه سوه مېلېونه امريکايي ډالرو مرسته به يې ۱۰۰ مېلېونه د نړيوالې پراختيايي ادارې او سل مېلېونه به يې د افغانستان د پراختيايي صندوق له خوا تر سره شي. 

نړيوال بانک له دې وړاندې هم افغانستان سره د اقتصاد او کرونا ويروس سره د مبارزې برخه کې مرسته کړې وه.