يوازې ژوندی، که سم ژوند!؟

ته پوهېږې زه ولې يو ځوان پاتې يم او څنګه له ژوند خوند اخلم؟
تر تګ مخکې دا جملې اورم يا يې لولم ـ پرځان دې پام کوه. که ته نه وې زه به...... ـ
د ورځې په نيمايي کې بيا تيلفون وشرنګيږي؛پوست غږ واورې؛ سلام!

تر وعلیک وروسته په نرمه لهجه ووايې: ته ښه یې، زنګ دې څنګه ووهه؟ لا دې خبره نه وي پوره کړي چې در غبرګه کړي: خو بس هسې...!

چوپتيا خوره شي د هډوکو شخي وباسې، خوږ نفس حس کړې، طاقت دې ونشي د هلو ـ هلو جمله ووايې خو هغه هیڅ په هیڅه درنه خفه شي. نرۍ موسکا وکړې خو بيا هم چوپتيا ونشې زغملی، ورو ووايې نن شپه نشم درتللی زغملی شې؟

دوه ځل په بيړه دا کلمه واورې: واه ـ واه! زړه دې څنګه دی؟ هېڅ درسره خبرې نکوم تا نه مروره شوم. ورو يې د مبايل تر شا ښکل کړې.

شېبه لکه ماشوم نازونه وکړي خو د تل په څېر دې بيا مجور کړي چې په وړوـ وړو شوخیو یې پخلا کړې... ورته ټوکې وکړې او ويې خندوې...

هر سهار چې له کوره بهر کیږې غږ درپسې وکړي، مخ چې ور واړوې بې له څه ویلو څو شیبې په ځير ځير درته وګوري، زړه يې درباندې ونشي خو اوښکې بيا هم يو په بل پسې غبرګې تويې کړي، په ډک ستوني ووايي: په ځان دې ډېـــررر پام کوه...!

ځینې ورځې دې مخ په دواړه لاسونو ټينګ کړي ورو درته ووايي" ته پوهېږې درته څومره احترام لرم؟
هک حيران شې شونډې ويړې کړې، په تندي يې ښکل کړې، او زړه ته يې څو دقيقې جوخته ټينګه کړې...

د هغې ليک لوست نه وي زده خو؛
ستا نامه یې ګوډ او مات په سپين ورغوي را غونډ کړی وي.
بس ژوند لکه د روژه ماتي روح افزا هر غړپ يې خوندور تېر شي چې دې ته زما په آند ژوند وايي.