عطا: حکمت خليل کرزي د خپل ښه نيت پر بنسټ د جمعيت ګوند د مشرانو د يووالي غوښتنه وکړه 

روهي (پنخه نۍ/۱۹ د چنګاښ)، د جمعيت ګوند اجرائيوي مشر او د بلخ پخواني والي عطا محمد نور د بهرنيو چارو وزارت پخواني سياسي مرستيال حکمت خليل کرزي سره کتلي دي. عطا محمد نور لېکلي چې دغه لېدنه کې د هېواد د نور وضعيت ترڅنګ د جمعيت ګوند د وروستيو مسايلو په اړه هم خبرې وشوې. 

عطا محمد نور پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې حکمت خليل کرزي د هغه ښه نيت پر بنسټ چې د جمعيت ګوند په اړه يې لري، د دغه ګوند د مشرانو ترمنځ د يووالي او همغږۍ غوښتنه کړې ده. 

حکمت خليل  کرزی هغه وخت د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال وو، چې د جمعيت ګوند اوسنی جنجالي مشر صلاح الدين رباني، د بهرنيو چارو وزارت سرپرست وزير وو. 

د جمعيت ګوند ترمنځ له تېرې اوونۍ سياسي مخلفتونه رامنځ ته شوي دي. عطا محمد نور، محمد يونس قانوني، کليم الله نقيبي او يو شمېر نور صلاح الدين رباني د ګوند په انحصار تورنوي خو بيا صلاح الدين رباني د دوی کړنې د ګوند پر وړاندې دسېسې يادوي. 

د تېرې اوونۍ په وروستي اقدام کې د عطا محمد نور په مشرۍ د جمعيت ګوند يو شمېر مخکښو غړو صلاح الدين رباني د ګوند له مشرۍ لېرې اعلان کړ او بيا صلاح الدين ربانې په ګوند کې د دوی غړېتوبوته وځنډول.