اسلام پاله ډلې يې مخالفت کوي؛ عمران خان اسلام  اباد کې د هندوانو لپاره معبد جوړوي 

روهي (پنځه نۍ/۱۹ د چنګاښ)، د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د عمران خان په مشرۍ حکومت د هلته شته هندوانو لپاره د ۶۰۰ زره امريکايي ډارو په ارزښت د يو معبد يا هندو هبادت ځای جوړول منظور کړي دي. 

د یاد معبد جوړېدل پاکستان کې له غبرګونو سره مخ شوي دي. باکستان شته يو شمېر اسلامي ګوندونه او مذهبي څېرې د یاد کار مخالفت کوي او د لاريونونو له امله يې د ياد معبد د جوړېدو چارې هم ځنډول شوې دي. 

د پاکستان حکومت وايي چې د دغه هېواد کې د اسلامي ايډيالوژۍ شورا ته يې ياده موضوع سپارلې ده او د هغې د لارښوونو اړوند به پرېکړه وکړي. 

تازه يو شمېر مسلمانانو پاکستاني ځوانانو د حکومت د پرېکړې ملاتړ کړی او د هندو د عبادت ځای د جوړېدو لپاره يې لاريونونه کړي دي. اسلام اباد کې نېږدې ۳۰۰۰ هندوان اوسيږي. 

   د بشري حقونو او مذهبي ازاديو ډلې هم د پاکستان د حکومت له پرېکړې ملاتړ کوي.