د جمعيت جنجالي مشر صلاح الدین رباني: عبدالله عبدالله، عطا محمد نور او يونس قانوني د څو وزارتونو لپاره په حکومت کې ګډ شوي 

روهي (پنځه نۍ/۱۹ د چنګاښ)، د اسلامي جمعيت ګوند جنجالي مشر صلاح الدين رباني نن ورځ کابل کې يو ناسته راغوښتې وه او په دغه ګوند کې د وروستيو کړکېچونو په اړه يې خبرې وکړې. 

صلاح الدين رباني د ګوند مخکښ غړي ډاکټر عبدالله عبدالله، عطا محمد نور، يونس قانوني او يو شمېر نور تورن کړي دي چې د شخصی کټو لپاره حکومت کې شريک شوي دي. 

جمعيت ګوند په دې وروستيو کې له داخلي کړکېچونو سره مخ شوی دی، او صلاح الدين رباني هم د ګوند د مشرۍ پر سر له عطا او يونس قانوني سرسه جنجالونه لري.