رابعه ستانکزی د لوګر مرستياله والي وټاکل شوه 

روهي (پنځه نۍ/۱۹ د چنګاښ)، د سيمه ييزو ارګانونو ادارې ويلي دي چې رابعه ستانکزۍ يې د لوګر ولايت لپاره مرستياله والي ټاکلې ده. لوګر ته ولسمشر غني په خپل وروستي سفر کې اکر کړی وو، چې د لوګر یو اوسېدونکې ده د دغه ولایت مرستياله والی وټاکل شي. 

نوموړې د لوګر د ولایت مرستیالې والي مقام ته نوماند وه او له ولسمشر غني سره یې له مصاحبه وروسته دنده منظوره شوې. 

د يادونې ده چې د همدې اوونۍ په سر کې ولسمشر غني د ښځو چارو وزارت هغه طرحه هم منظوره کړه، چې د تر ولایت یې لپاره د یوې ښځې مرستیالې والي پشنهاد په کې شوی وو.