وردګ ميدان کې موټربم چاودنه شوې 

روهي (پنځه نۍ/۱۹ د چنګاښ)، د وردګ ميدان ولايت په سيد اباد ولسوالۍ کې د هاموي ډول موټر په وسیله موټربم بريد چاودنه شوې ده. ولايتي ادرې د پېښې پخلی کړی. 

د وردګ ميدان د والي وياند محب‌الله شریف زوی رسنيو ته ويلي  دي، چې موټر د امنيتي ځواکونو تر څار لاندې وو او موخې ته له رسېدو وړاندې يې په نښه کړ. د والي وياند وايي چې پېښه کې افغان امنيتي ځواکونو ته تلفات نه دي رسېدلي. 

د طالبانو په شمول تر اوسه کومې بلې حکومت مخالفې وسلې والې ډلې د دغه بريد مسووليت نه دی منلی. طالبانو امريکا سره د سولې تړون له لاسليک وروسته په ښارونو کې بريدونه  را کم کړي دي.