ولسي جرګه: د کابل ښاروالۍ ځيني کارمندان ځمکې غضب کوي او رشوت اخلي 

روهي (پنځه نۍ/۱۹ د چنګاښ)، تېره ورځ ولسي جرګې د کابل ښاروال دواد سلطانزوی په شمول ځيني چارواکي د سپيناوي لپاره ولسي جرګې ته غوښتي وو. ځيني وکيلان ادعا لري چې د کابل ښاروالۍ يو شمېر لوړپوړي چارواکي د ځمکو په غضب کې لاس لري. 

د ولسي جرګې يو شمېر وکيلانو ويلي چې د کابل ښاروالۍ ځيني کارمندان په فساد کې ښکېل دي او د لوړپوړيزو ودانيو د جوړېدو پر وخت رشوت اخلي. 

خو بيا کابل ښاروال داود سلطانزوی ويلي چې د دوی د زورواکو پر وړاندې وس نه لري او ډېرۍ لوړپوړيزې ودانۍ په خپل سر او د وسلې په زور جوړيږي. 

د ولسي جرګې يو غړي عبدالستار حسیني له ښاروال دا پوښتنه هم کړې، چې تاسې د خپل مسلک سره خلاف د ښاروالۍ دنده منلې چې ستونزې په رامنځ ته کړي. 

کابل ښاروال ويلي چې دی په پوره صداقت سره کار کوي خو د کابل ښار له ۷۰ بيا تر ۸۰ سلنه ودانۍ په خپل سر او پرته پلان جوړيږي.