کابل ښاروال: د زورواکو زرو نه لرو، کابل کې لوړپوړيزې ودانۍ په خپل سر د وسلې په زور جوړيږي

روهي (څلورنۍ/۱۸ د چنګاښ)، کابل ښاروال دواد سلطانزوی نن ورځ ولسي جرګې ته ورغلی وو، ترڅو د کرونا ويروس لپاره د هغه پيسو په اړه سپيناوی ورکړي، چې د ښاروالۍ له خوا خرڅ شوې دي. 

دواد سلطانزوی د خپلو خبرو په يوې برخې کې کابل ښار کې د شته زورواکو سر ټکولی دی. نوموړی ويلي دي چې کابل کې ډېرۍ لوړپوړيزې ودانۍ د وزوراکو له خوا په خپل سر او د وسلې په زور جوړيږي. 

نوموړي ولسي جرګې ته ويلي  دي چې کابل ښار کې د بې نقشې او خپلو سرو بلند منزلو تر شا زورواکي شتون لري، چې د ښاروالۍ زور ور سره نه رسيږي. 

دواد سلطانزوی ويلي دي چې د دغه چارې د مخنيوي لپاره به نېږدې وخت کې کابل ښاروالي خپله طرحه ولسمشرۍ ماڼۍ او ولسي جرګې ته ولېږي.