ننګرهار کې ۴۰۰ کاله وړاندې جوړه شوې تاريخي کلا ترميم ته اړتيا لري

روهي (څلورنۍ/۱۷ د چنګاښ)، د ننګرهار ولايت روداتو ولسوالۍ کې د صدر په نوم ۴۰۰ کاله وړاندې جوړه شوې تاريخي کلا د لمنځه تللو ګواښ سره مخ ده او بيا رغونې ته اړتيا لري. 

د يادې کلا د ديوالونو پراخوالی دوه نيم متره او جګوالی يې څلور متره دی، چې يوه لویه د لرګي دروازه او يولس امنيتي برجونه لري.

په سيمه کې پخواني عمر لرونکي کسان وايي، چې يادې کلا جوړولو لپاره خټه په فيلانو جوړه شوې وه او په جوړولو کې يې سخت او معياري کار شوی.

دوی وايي چې دغه کلا څلور سوه کاله وړاندې جوړه شوې وه، چې په کورنيو جګړو کې زيانمنه شوه او اوس يې ډېره برخه تخريب شوې ده.

د سيمې خلکو له حکومت غوښتنه وکړه، چې د دې کلا په بيا ترميم کې همکاري وکړي او دغه کلتوري میراث او تاريخ ژوندی وساتي.

د يادونې ده، چې په ننګرهار کې ګڼ شمېر نور تاريخي ابدات هم شتون لري.