ملګرو ملتونو ته د ټرمپ ليک: امريکا د روغتيا له نړيوال سازمان وباسئ 

روهي (څلورنۍ/۱۷ د چنګاښ)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په رسمي ډول د ملګرو  ملتونو سازمان په يو لېک کې ليکلي دي چې امریکا دې د روغتيا نړيوال سازمان څخه وباسي. 

متحد ايالت د ملګرو ملتونو اړوند د روغتيا نړيوال سازمان ستر مالي ملاتړ کوونکی هېواد دی، خو اوس چې ټرمپ د وتلو پرېکړه کېړ ده نو ياد سازمان به په مالي ډول اغېزمن کړي. 

مګرو ملتونو هم دا تائيد کړې ده چې امريکا په رسمي ډول د روغتيا نړيوال سازمان څخه وځي، خو ويل شوي دي چې دغه بهر کېدل به يو کال وخت ونېسي. 

نړۍ کې د کرونا ويروس په خپرېدو سره د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر ټرمپ د روغتيا نړيوال سازمان تورن کړی، چې د کرونا ويروس په مخنوي او مديريت کې پاتې راغلی دی.