تېرې يوې شپې ورځې کې افغانستان کې د کرونا ويروس ۲۱۰ نوې پېښې ثبت شوې او ۱۷ کسان يې مړه کړي 

د هېواد عامې روغتيا وزارن مالومات ښيي چې په تېرې يوې شپې او ورځ کې د کرونا ويروس ۲۱۰ نوې پېښې ثبت شوې دي. دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۳,۵۹۴ته ورسېد. 

همدا ډول تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کسان د دغه ويروس له امله مړه شوي او ۵۴۹ رغېدلي دي. د ټولو مړو شمېر ۹۵۷ او د درملنه شوي کسانو شمېر ۱۹۹۳۷ ته ورسېد. 

تازه پېښې  کابل (۱۴۱)، کندهار (۴)، بلخ (۱۰)، پکتیا (۱۲)، ننګرهار (۱)، تخار (۱۴)، بغلان (۲)، لوګر (۲)، کندز (۹)، نیمروز (۳)، بدخشان (۷)، پروان (۲)، کنر (۱)، پنجشیر (۱) او کاپیسا کې يوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.