کابل ـ جلال اباد مرګونې لار؛ له جګړې یې د ترافيکي پېښو قربانیان زیات دي!

د موټرو او خلکو زیاتوالی، د سړک نا سم ستنډرډ، د سیلابونو راوتل، د زیاتو ګولایانو شتون، د استنادي دیوالونو کمښت، د ترافیکي اشارو زیات نشوالی او د چلوونکو بې احتیاطۍ دا لویه لار مرګونې کړې او سفر پرې له خطره خالي نه دی.

دا لویه لار بنسټیز کار ته اړتیا لري، ددې سړک معیاري جوړول او یا یې د بدیلو سړکونو ژر جوړول ددې لویې لار ستونزې کمولی شي.

د بادپښ پر سمت د لغمان ـ کابل لویه لار او د حصارک پر سمت د جلال اباد ـ کابل لویه لار د یاد خطرناک سړک بدیلونه دي، چې عمله یې رش کمېږي او ستونزې پای مومي.

د جلال اباد ـ کابل د لویې لارې یو شمېر ستونزې او حل لارې ددې برخې مسلکیان د خپل مسلک له مخې داسې بیانوي.

تخنیکي ستونزې:
۱. په زیات شمېر، د لنډو شعاع لرونکو ګولایانو موجودیت ددې سبب ګرځي چې د زیات سرعت پر مهال ترافیکي پېښې رامنځته شي.

۲. د اورښتونو پر مهال د غرونو او غونډیو په ناوونو کې د سیلابونو په راوتو سره ټولې اوبه او ښویېدونکی جغل د سرک له عرض څخه تېرېږي چې اکثره د لارې بندېدو او ټکرونو لامل ګرځي.

۳. د غرونو او غونډيو پر څنډو د راښویېدونکو تیږو او جغل لپاره لازم تدابیر نشته، کله کله د زلزلې او یا ځینو نورو لاملونو له وجې تيږې او یا هم جغل راښويېږي او ترافیکي پېښې رامنځته کېږي.

۴ . د سیند پرغاړه استنادي دېوالونه Retaining walls د اوبو له خطر سره مخ دي، د سېلابونو پر مهال په ځینو ځایونو کې قسمي تخریب هم ددې لامل ګرځي چې ترافیکي پېښې رامنځته شي.
۵. د سرک پر غاړه ساتونکي دېوالونه Parapet walls د کم مقاومت لرونکي دي او د ټکر پر مهال یې اکثره دېوالونه په اسانۍ نړېږي او موټر سیند ته ورغورځېږي، ممکن د ځینو دېوالونو مقاومت د تخنیکي مشخصاتو مطابق وي خو د موټر سرعت ددې لامل ګرځي چې ټکر رامنځته شي او موټر سیند ته وغورځېږي.

حل لارې:
ـ د دویم سرک په رغولو سره به د پېښو کچه راکمه شي.
ـ د سرک د ګولایانو په پراخولو، د استنادي او ساتونکو دېوالو تحکیم کارۍ سره به هم د ټکرونو کچه کمه شي.

ـ د تيږو او جغل د ښويېدو د مخنیوي لپاره د دېوالونو جوړول هم د پېښو د مخنیوي لامل ګرځي.

ـ د ټرافیکي نخښو او هېندارو لګول او د ټرافیکي څار زیاتول هم د پېښو په مخنیوي کې موثر تمامېږي.

ـ د اورښتونو پر مهال په لاره کې د احتیاطي تدابیرو په موخه ځای ځای چلوونکو ته لارښوونې او د سرک د مراقبت د ګرځنده ټیمونو ګمارل هم د پېښو کچه راکموي.

یادونه: کېدی شي نورې ستونزې او حل لارې هم وي خو ما یې لپه له خرواره دلته یادې کړي دي.
دا لاره د سیلابونو له تهدید سره مخ ده، د غره او د ګټونو د ښویدو زیات احتمال شته، سیندونو ته موټر ښوویېږي، ګولایانې یې غیر معیاري دي، مجهزې ترافیکي نښې په کې کمې دي او دا سړی سخت، له رشه ډک او په نړیوال معیار برابر نه دی. 

پایله!
حکومت باید ددې سړک په بدیلونو کار چټک کړي، سمدستي دې د شته ستونزو غمه وخوري، د ترافیکو ادارې دې لا ډېرې خپلو مسولیتونو ته متوجه شي او ... ددې سړک د ستونزو په کمولو کې دې خپل رسالت ته لا ډېر پام وکړي.

که حکومت ددې سړک ستونزې جدي ونه نیسي، له روانې جګړې به ددې سړک د قربانیانو شمېر زیات شي، چې بیا به یې ولسونو ته ځواب ویل ډېر سخت وي. 

دغه راز دا لاره د نړۍ د خطرنامو لارو په لسم ردیف کې هم راځي، چې زیات نړیوال هم ورته متوجه دي.