روهي (څلورنۍ/۱۸ د چنګاښ)، سويلي کندهار ولايت شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې نن سهار د پوليسو پر قومندانۍ موټربم بريد شوی، چې تلفات يې رامنځ ته کړي دي.
سرچينو رسنيو ته ويلي دي چې بريد نن سهار څلور بجې شوی. سرچينې ويلي دي چې پېښه د موټر بم په وسيله شوې ده چې درې پوليس په کې وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.
خو بيا د کندهار د والي وياند بهیر احمدي رسنيو ته ويلي دي چې بريدګر موخې ته له رسېدو وړاندې په نښه شوی او موټر يې چاودنه کړې.
تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!
تبصرې
تبصرې نشته