ولسمشر غني کاپيسا ته لاړ 

روهي (څلورنۍ/۱۸ د غبرګولي)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن ورځ د يو شمېر حکومتي کسانو په شمول کاپيسا ته لاړ. د نوموړي د دغه سفر موخه د کاپيسا ولايت د عمومي ارزونه ښوودل شوې. 

د ارګ په خبر پاڼه کې ويل شوي دي، "د افغانستان اسلامي جمهوریت، جمهوررئیس محمد اشرف غني نن سهار د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د کاپيسا ولایت د عمومي وضعیت ارزونې په موخه د یاد ولایت مرکز محمودراقي ته ورسېد.

جمهوررئیس غني به دې سفر کې د کاپیسا ولایت د ملکي او نظامي مسوولینو سره پر کتنې سربېره، په لویه ولسي غونډه کې وینا وکړي. په دې غونډه کې به د یاد ولایت مشران، متنفذین، علما، ښځې، ځوانان او د بېلابېلو اقشارو استازي  حضور ولري او جمهور رئیس به د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه واوري."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له دې وړاندې په خپل وروستي ولايتي سفر کې لوګر ته تللی وو.