روهي (درې نۍ/۱۷ د چنګاښ)، تېره شپه او نن غرمه، کابل ښار ته زلزلې ټکانونه ورکړل. د تېرې شپې د زلزلې ټکانونه سخت او شديد وو. د تېرې شپې زلزلې کچه ۴،۶ درجې ښوودلې شوې ده.
د يادې زلزلې مرکز د کابل ولايت پغمان ولسوالۍ غرونه وو، چې د ځکمې لاندې ۷ کيلو متره ژوره وه. د پغمان نېږدې سيمو کې د زلزلې د ټکانونو ترڅنګ، د زلزلې غږ هم اورېدل شوی.
ځمکه پېژندونکي وايي چې سلګونه کالونه وړاندې د پغمان غرونو کې ورته نورې زلزلې هم رامنځ ته شوې وي او د کابل بې نقشي ودانۍ په ستر ګواښ کې اچولی شي.
وروستي