امريکا کې له کرونا ويروس وراېخوا بله ناروغي: داسې اميب پيدا شوی چې مغز خوري 

روهي (درې نۍ/۱۷  چنګاښ)، د امريکا متحدو ايالتو په يو شمېر ايالتونو کې روغتياپالان وايي چې د اميب چنجي يو نوی ډول پيدا شوی دی چې په مغزور باندې بريد کوي او د انسانانو مغز خوري. 

دغه اميب په عصبي سېسټم بريد کوي او که چېرې يو کس پرې اخته شي نو د مړينې کچه يې ۹۵ سلنه ښوودل شوې ده. دا مېکروب له کرونا ويروس هم خطرناک بلل شوی دی. 

دغه نوې ناروغي لېږدونکې نه ده، خو په اوبو کې اميب شتون لري او بيا د خولې لارې د وينې سېسټم او بيا ورپسې عصبي سېستم ته لار پيدا کوي. 

 تبه، بې هوښي، کانګې، د  ورمېږ یې شخېدل او سردردي  د دغه ناروغۍ نښې - نښانې دي چې وروسته په عصبي ګډوډۍ او مرګ اوړي.