حکومت راتلونکو درېيو اوونيو کې د کابینې د غړو، والیانو او د ملي شورا د غړو شتمنۍ ثبت وي 

روهي (درې نۍ/۱۷ د چنګاښ)، تېره ورځ د کابینې غونډه د افغانستان داسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ دکابینې د غړو او والیانو په ګډون د ویډیو کنفرانس له لارې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه.

ياده ناسته کې د نورو مسايلو ترڅنګ،  پرېکړه وشوه چې په راتلونکو دریو اونیو کې دې د کابینې د غړو، والیانو او د ملي شورا د غړو شتمنۍ ثبت شي او د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي ریاست ته لارښوونه وشوه چې اړوندې ادارې دې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې پر ستراتېژۍ د بیاکتنې او د هیواد د اوسنیو اړتیاوو پر اساس د هغې د لومړیتوبونو او شاخصونو د ټاکلو لپاره اقدام وکړي.

د تېرې ورځې د کابينې په ناسته کې د هرات، مزار شریف، کندهار، خوست او جلال اباد ښارونو د چوکاټي پلانونو د ترتیب او بشپړولو او د هغو د لا بډاینې  لپاره له هیوادوالو سره د یاد پلان د شریکولو لپاره د والیانو او اړوندو بنسټونو د ګومارلو په تړاوو معلومات وړاندې کړل.