کورنيو چارو وزارت: کابل کې مو ۳۳ تنه د جنايي جرمونو په تور ونېول

روهي (درې نۍ/۱۷ د چنګاښ)، د کورنيو چارو وزارت په يوې خبرپاڼې کې لېکلي دي چې د کابل ښار په يو شمېر سيمو کې يې ۳۳ کسان د بیلا بيلو جنايي جرمونو د تر سره کولو په تور نېولي دي. 

د وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي  دي، "د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د څو جلا اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۳۳ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور نیولي دي.

یاد کسان د کابل ښار د لومړۍ، څلورمې، پنځمې، اومې، لسمې او دیارلسمې ناحیو او همدارنګه د چهاراسیاب، میربچه کوټ او سروبي ولسوالیو په اړوند سیمو کې د قتل، انسان تښتونې، د عامه امن او نظم د اخلال، ژوبلې، د غیرقانوني وسلو ګرځونې، اخلاقي جرمونو، دوکې او شکونې په تړاو تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.

له نیول شویو کسانو څخه دوه قبضې تفنګچې، يو میل کلاشینکوف او دوه عرادې غلا شوې واسطې هم د پولیسو لاسته ورغلي دي." 

په دې وروستيو کې يو ځل بيا کابل کې جنايي پېښې ډېرې شوي دي، چې د خلکو ورځنی او ټولنيز ژوند يې تريخ کړی دی.