
روهي (درې نۍ/۱۷د چنګاښ)، د سیمهییزو ارګانونو خپلواکې ادارې تېره ورځ ويلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په منظورۍ پنځو ولايتونو ته نوي واليان معرفي شوي دي.
محمد صدیق پتمن د خوست، عبدالغفور ملکزی د نورستان، رحمتالله یارمل د لغمان، تاج محمد جاهد د بغلان او محمد داوود کلکاني د سمنګان لپاره نوي واليان ټاکل شوي.
ولسمشر غني بيا ځلې واک ته په رسېدو سره ځينو وزارتونو ته نوماند وزيران او د يو شمېر ولايتونو واليان معرفي کړي دي، خو ډېرۍ ادارې اوس هم د سرپرستانو له خوا وړاندې ځي.