اسرائيلو د ايران د اټومي پروګرام د څار په موخه نوې سپوږمکۍ فضا ته ولېږله 

روهي (درې نۍ/۱۷ د چنګاښ)،  د اسرائيلو دفاع وزير  بني ګانتز ويلي  دي چې دغه هېواد د خپلو ملي امنيت د خوندي ساتلو لپاره د  اوفک-۱۶ په نوم يوه نېو سپوږمکۍ يا سټلايټ فضا ته لېږلی دی. 

رسنيو د اسرائيلو د دفاع وزير له خولې لېکلي  دي، "مونږ به په هره برخه او هر ځای کې د اسرائیل د وړتیاو غښتلي کولو ساتلو ته دوام ورکړو".

که څه هم بني ګانتز د سپوږمکۍ د توغولو په اړه ډېر مالومات نه دي ورکړي خو اسرائيلي رسنيو راپورونه ورکړي دي چې د دغه سپوږمکۍ له توغولو موخه د ايراني د اټومي پروګرام څار دی. 

اسرائيل او امريکا د ايران اټومي پروګرام د نړۍ او ځان لپاره ګواښ ګڼي خو بيا ايران خپل اټومي پروګرام سوله ييز يادوي.