لغمان کې د ډاکټر ظاهر په یاد علمي سیمینار جوړېږي

د لغمان فرهنګیان، ولایتي اداره، مهترلام ښاروالۍ او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډه د پخواني صدراعظم ډاکټر ظاهر په نوم علمي او څېړنیز سیمینار جوړوي.
یاد علمي سیمینار به ډېر ژر د خوشال بابا فکري بهیر په کوربتوب او د مهترلام ښاروالۍ په مالي ملاتړ جوړ شي، چې د هېواد علمي، سیاسي، فرهنګي او ټولنیز شخصیتونه به په کې ګډون وکړي؛ مهترلام ښاروال انجنیر نظیف الله الکوزی د یاد علمي او څېړنیز سیمینار موخه د ډاکټر ظاهر د فکر او ارمان پالل، دغه راز ځوان پاړکي ته د یو نوي، سیاسي، ټولنیز او مسلکي فکر انتقالول یادوي. 

ولې ډاکټر ظاهر؟
دې غوره سیاستوال د خپلې واکمنۍ پر وخت ددې سیمې د ښېرازۍ او هم سیالۍ په موخه لاندې بنسټیز کارونه ترسره کړي دي، چې اوس یې یاده اړینه ده:
د لومړي ځل لپاره ډاکټر ظاهر د وخت د کړکېچ په نظر کې نیولو سره د نړۍ د لویو قدرتونو په برخه کې د افغانستان بهرنۍ پالیسي تجدید کړه.

ډاکټر صاحب ظاهر د لومړي ځل لپاره د افغانستان د اوبو د تنظیم بحث را منځته کړ،
نوموړي صدراعظم د لومړي ځل له پاره د افغانستان په پارلمان کې د متوازن انکشاف بحث ته خلک متوجه کړل. 

د افغاني فرهنګ ساتنې او پالنې فکر د روزلو لپاره یې هلې ځلې وکړې. کابل پوهنتون یې د نړیوالو پوهنتونونو سره وصل کړ، دغه راز  ډاکټر ظاهر د افغانستان د کار او کارګر د قوانینو بحث راپورته کړ او خلک یې په کې ښکیل کړل. دا نوم ورکی او غوره سیاستوال په دې ارزي چې یاده یې وشي او ځوان قشر یې له کړنو او کارنامو خبر شي.

دغه راز ډاکټر ظاهر یاد لپاره یوه بله مهمه هڅه
د لغمان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په هڅو د عامه کتابتون په ودانۍ کې صدراعظم په نوم دغونډو یو مجهز تالار هم جوړېږي!   دا تالار د څه کم لس میلیونه افغانیو په ارزښت د پخواني صدر اعظم ډاکټر ظاهر په نوم د شپږو میاشتو په موده کې جوړېږي. 

د ډاکټر ظاهر په نوم ددغه تالار د بنسټ ډیره د لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس اورنګ صمیم، په ولسي جرګه کې د لغمان د خلکو استازي محمد رفیع مموزي او یو شمېر نورو له لوري کېښودل شوه.

ښاغلي استاد صمیم د یاد تالار د بنسټ ډبرې ایښودنې پرمهال وویل چې په نوموړي تالار څه کم لس میلیونه (۹۹۴۶۰۰۰) افغانۍ لګښت راځي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لخوا ورکول کیږي.

صمیم وویل پدې تالار کې د شاوخوا ۶۰۰ سوه کسانو د ځاییدو ظرفیت شته چې له جوړیدو سره به یې ډيری علمي سیمینارونه، غونډې، مشاعرې او فرهنګي ناستې دلته ترسره شي.

همداراز د لغمان والي د نوموړي تالار د بنسټ ډبرې ایښودولو پرمهال وویل چې د صدر عظم ډاکټر محمد ظاهر په نوم د تالار جوړیدل د نوموړي یاد ژوندي کولو ترڅنګ د علمي،سیاسي، ټولنیزو او اجتماعي غونډو لپاره یو ترټولو مهم مرکز دی.

هغه یادونه وکړه چې د تاریخي، فرهنګي او سیاسي څېرو په نوم ددغه ډول ځایونو نومولو سره به ځوان نسل له خپلو مشرانو او د دوی له کړنو لا ښه خبر شي.

نوموړي  د یاد تالار په قراردادي شرکت تینګار وکړ څو کیفیت ته ډیره پاملرنه وکړي.
وروسته په ولسي جرګه کې د لغمان د خلکو استازي محمد رفیع مموزي هم د یاد تالار د بنسټ ډبرې پر ایښودولو خوښي اوښوده زیاته یې کړه چې دا تالار به دلغمان د فرهنګیانو، شاعرانو او علمي کادرونو لپاره یو مهم د غونډو او جلسو مرکز وي.

باید وویل شي چې د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په چوکاټ کې به د صدر اعظم مرحوم ډاکټر محمد ظاهر په نوم یاد تالار د شپږو میاشتو په موده کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي چې لدې سره به د یاد ریاست اړوندې جلسې، غونډې، سیمینارونه او مشاعرې په خپل وخت او په خپل تالار کې ترسره شي، چې تر دې وړاندې د دې برخې ستونزه موجوده وه.

پایله
په کار ده، چې موږ خپل نوم ورکي سیاستوال او د تېر وخت نخبه اشخاص خپل ځوان نسل ته تعریف او وپېژنو، ترڅو دوی د هغوی فکر تعقیب او مطالعه کړي، چې ددې وطن لپاره ګټور تمام شي.

که موږ له خپلو سیاسي، فرهنګي او ټولنیزو شخصیتونو څخه خبر نشو، همداسې به ګونګ او شل پاتې شو، د بل چا د فکر تر اغیز لاندې به راشو او خپل سوچه فکر به رانه پاتې شي.