سږنی کال د حج مراسم ټاکلي تر سره کيږي، خو د کعبې ښکلول او لمس په کې بند شوی دی

روهي (دوه نۍ/۱۶ د چنګاښ)، د سعودي عربستان د حج او عمرې او روغتيا وزارتونو د سوني کال د حج مراسمو د تر سره کولو لپاره ځانګړي تياري نېولي  دي او محدوديتونه يې وضع کړې دي. 

د بهرنيو هېوادونو هغه وګړي چې سعودي عربستان کې مېشت دي او همدا ډول په خپله سعوديان 
 کولی شي چې سږ کال د حج په مراسمو کې برخه واخلي. 

د سعودي عربستان د روغتيا وزارت لارښوونه دا ده چې د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره به هېڅ کس د کعبې شريفې د ښکلولو او لمس حق ونه لري.