عطا محمد نور د ولسمشر غني لېدو ته ورغلی 

روهي (دوه نۍ/۱۶ د چنګاښ)، د بلخ پخواني والي او د جمعيت ګوند اجرائيوي مشر عطا محمد نور د ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي. دغه لېدنه کې د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار حمد الله محب هم ګډون درلود. 

عطا محمد نور پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې دې لېدنه کې هېواد د ثبات د ټېنګښت او د سولې بهير په اړه خبرې شوې دي. 

دا لېدنه په داسې وخت کې تر سره کيږي چې عطا محمد نور د جمعيت ګوند مشرۍ په لاس کې اخېستې ده؛ حکومت او سولې بهير کې د جمعيت ګوند پر فعالې برخې اخېستنې ټنېګار کوي.