د حکومت تازه  پرېکړه: له دې وروسته به د هېواد ۳۴ ولايتونو کې د واليانو يوه مرستياله ميرمن وي 

روهي (دوه نۍ/۱۶ د چنګاښ)، د ولسمشر وياند صديق صديقي ويلي چې د کابينې په ناسته کې ولسمشر محمد اشرف غني ولايتونو کې د ښځينه مرستيال واليانو د ټاکلو طرحه تائيد کړه. 

دغه طرحه چې ښځو چارو وزارت ولسمشرۍ ماڼۍ ته استولې وه، له لارې به يې د هېواد په ۳۴ ولايتونو کې يوه - يوه ميرمن د مرستيالې والۍ په توګه وټاکل شي. 

ولسمشر د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته لارښوونه کړې دي چې په دې برخه کې بېړني اقدامات تر سره کړي. 

له دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني لوګر ولايت ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې يو ميرمن د مرستيالې والۍ په توګه منظوره کړې وه.