تازه ۲۳۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي؛ افغانستان کې په کرونا ويروس د ککړو شمېر له ۳۳ واوښت 

روهي (دوه نۍ/۱۶ د چنګاښ)، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد د کرونا ويروس ۲۳۹ مثبتې پېښې ثبت شوې  دي چې په دې سره د ټولو ثبت شوې مثبتو پېښو شمېر ۳۳۱۹۰ ته ورسېد. 

تېرې يوې شپې ورځ کې ۳۴ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي هم دي. د عامې روغتيا وزارت د مالوماتو اړوند د ټولو مړو شمېر ۸۹۸ ته رسېدلی دی. 

که څه هم په دې وروستيو څو اوونيو کې د تازه پېښو شمېر چې عامې روغتيا وزارت يې اعلانوي کم شوی دی، چې لامل يې دولتي روغتونونو ته د خلکو کم ورتګ دی.