د لوګر د ولايتي شورا غړې (نفيسه هجران) په وسله  وال بريد کې ټپي شوې ده 

روهي (دوه نۍ/۱۶ د چنګاښ)، د لوګر د ولايتي شورا غړې نفيسه ټګر د خپل موټرچلونکي سره ټپي شوې ده. ويل کيږي ناڅرګندو ټوپکوالو  د نوموړې پر موټر بريد کړی. 

د لوګر ولايتي ادارې هم رسنيو ته د نفيسه هجران د ټپي کېدو پخلی کړی دی. پېښه د لوګر ولايت په مرکز پل علم ښار کې شوې ده. د بريد مسووليت تر اوسه چا نه دی منلی.