د ولسي جرګې ۱۵ او د مشرانو جرګې ۸ غړي په کرونا ويروس ککړ شوي 

روهي (يوه نۍ/۱۵ د چنګاښ)، د افغانستان د پارلمان ۲۳ غړي په کرونا ويروس ککړ شوي دي. د مالوماتو پر اساس د ولسي جرګې ۱۵ او د مشرانو جرګې ۸ غړي د کرونا ويروس لري. 

ولسي او مشرانو جرګو په همدې اساس له تېرې اوونۍ خپلې عمومي ناستې ځنډولې دي. د ناروغو غړو ناسوبتیا د جرګو د عمومي نصاب د نه پوره کېدو لامل شوی. 

د ولسي جرګې لومړي مرستيال محمد ميرزا کټوازي په دې اړه بي بي سي ته ويلي دي، د وکیلانو د ناسوبتیا له امله د جرګې په غونډو او فعالیت کې نیمګړتیاوې رامنځ ته شوې، له همدې امله د کمیسیونونو او عمومي غونډو کې له ګډونه وېرېږي او د ځینو مسلو پر سر د جرګې قانوني نصاب نه پوره کېږي.

افغانستان کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر له ۳۲زره پورته شوی دی خو په دې وروستيو اوونيو کې د تازه پېښو شمېر کم شوی دی.