آیا سوله راتلونکې ده..!؟

که پدې وروستیو کې د سولي انکشافات او پرمختګونه وڅیړو نو د سولي راتګ ته مو هیلي زیاتېږي خو شکوک لري  اما دا شکوک پدې معني نه دي چې د سولي څخه مو مطلق ډول ناهیلي کړي. 

که چیرته د سولي په بحثونو کې سیاسي تحلیل ته مخه کړو نو دې برخې ته رسیدلې شو چې د  اروپایې او اسلامي هېوادونو تر څنګ د نړیوالو ملاتړ د افغانستان سولي څخه او په سوله باندې تاکید داسې انګیرلي شو چې یوې ریښتوني سولي ته رسیږو خو بیا دا هر څه تر ډېر حده د افغانستان دولت او حکومت ، سیاسي ګوندونو ، سیاسیون او مخالف جهتونو پوري اړه لري چې د ننني چانس څخه کوم ډول ګټه  اخیستلې شي که په واقعی توګه د افغانستان سولي ته ریښتوني وي  سوله راتللي شي او که په سوله کې خپل منځي، شخصي او ګوندې ګټې ولټول شوي  بیا سوله د خنډ او ځند سره مخ کیدای شي.

د سولي  دپاره پدې هم خوشبین کیدای شو چې اوس د ښکیلو جهتونو په شمول د افغانستان مرستندویه هېوادونه ، سیمه ییزاو نړیوال دې پایلې ته رسیدلي چې په افغانستان کې نور جنګ او جګړې د حل لار نه دي  او نه کوم جهت جګړه ګټلی شي اما ممکن د جګړې ډګر تود وساتي ، مګر سوله یواځنی لاسته راوړنه دي چې په افغانستان کې مرستندویه هېوادونو په شمول ښکیلې خواوې بریا ته رسولي شي  چې سیاسي اختلافات او دښمني د جنګ په ډګر نه بلکې د سیاسي مناقشو او مباحثو میزنو تر شا حل کړي. مهمه دا دی چې په افغانستان کې د جګړې ملاتړې او همایه کوونکې دوی هم دا انګیرې چې په افغانستان کې سوله مهمه دي او د افغانستان په سوله کې یې خپل پرمختګونه انګیرلي دي. د سولي بحث خورا مهم او سرنوشت ټاکونکې بحث دي باید دا بحث د شخصي ، قومې ، ګوندې ګټو لپاره محدود یا یو اړخیز نه نشي باید سولي ته د رسیدو دپاره بحثونه د هرې زاویې څخه وڅیړل شي.  په اوسنیو شرایطو کې باید افواهات ، توهمت ، مشکوکې انګیزې ، منفيګرې څخه په سر شي د سولي ادبیاتو څخه ګټه پورته کړي چې د سولي راتګ لپاره په ریښتونې معنی ذهن سازی وشي باقي سیاسې مسائیل دي چې د حل لارې چارې ورته په بین الافغاني مباحثاتو کې موندلي شو حتی لوړو پریکړو لپاره پارلمان ، سنا او لویه جرګه لروچې د دې پواسطه ملی پخلایني او سیاسي مسائیلو چارو کې د هر ډول پریکړو واک او صلاحیت لري اما  اساسي قانون دا حق چا ته نه ورکوي چې د لویو پریکړو واک او اختیارات خپل کړي او یا د ځان په ګټه پریکړې وکړي.

 سیمه ییز ملاتړ:
که لومړنیو مرحلو ته ستانه شو د خلیلزاد په  ټاکل کیدل مختلفوهېوادو انګیزو له لوري داسي انګیرل کیدل چې په سیمه کې د امریکا کومه نوی بله لوبه پیل کیدونکي ده خو د وخت سره دا هر څه غلط ثابت شول د سیمه ییزو هېوادو تر څنګ اروپايې هېوادونو ملاتړ سولي ته د خلیلزاد په هڅو راجذب کړ د سولي لپاره یې د هند ،چین او روسیې اندیښنو د ختمولو په تکل کې خلیلزاد دی هېوادونه ته وخت نا وخت سفرونه وکړل او همدارنګه د سفارتونو او تلیفون له لوري په اړیکه کې  پاتي شوي چې تر ډیره حده په خپل ماموریت کې تر نن پوري کامیاب روان دي.

د دې هېوادونو څخه زیات اندیښمن هند وو چې افغانستان کې یې زیاته پانګونه کړي او هم په سیمه کې اوږد محاله ستراتیژیک سیاسي او اقتصادي اهداف لري چې د سولي وروستیو پرمختګونو کې حتی خلیلزاد لخوا هند ته بلنه ورکړل شوه چې طالبانو سره کیني او هم د طالبانو له لوري اعلان وشو چې مونږ په سیمه کې چا سره دښمني نه لرو چې هند غیر مستقیم ډول د خلیلزاد هلو ځلو ته خوشبیني ښکاره کړي ده. 

وروستی سفر چې خلیلزاد مرکزی اسیا ازبکستان څخه شروع شو چې دا سفر د افغانستان، هند، پاکستان ، روسیې او چین ته ښه  پیغام درلوده ځکه چې دا ځل دا سفر په سیمه کې اقتصادي پرمختګ، پانګوني اسانتیاو او تجاراتي اړیکو په غښتلیا باندې مرکزی اسیایې هېوادونو باندینو چارو وزیرانو سره پرې بحثونه شوي دي او هم یې د ویډیو له لاري افغانستان چارواکو اوهم  په  پاکستان ، قطر کې له چارواکو سره په لیدنو او کتنو کې هم پې بحثونه شوي ، چې دا ډول بحثونه چین، هند پاکستان او افغانستان پشمول مرکزي اسیا هېوادونه ته خورا مهم دي ځکه چې ټول هېوادونه په سیمه کې اوس دی ته کوښښ کوي چې مرکزي اسیایې هېوادونو سره اقتصادې، تجاراتي اړیکې ولري او چین ، هند پدې تکل کې دي چې زیاته پانګونه په همدې هېوادونو کې د خپل اقتصادې پرمختګ لپاره پانګونه وکړي چې روسیه هم دې ډول پرمختګ غوښتونکي دی.

پاکستان:
د افغانستان په سوله کې پاکستان ځکه زیات رول لري چې دا لوبه د پاکستان له خاوري پیل شوي دي مستقیم او غیر مستقیم مرستي ، بشري ځواک ، ملاتړي او د تربیا کیدو پوهنتونونه یې ورته په خپلي خاوري کې پرانیستلي دي چې تربیه یې کړي او جنګ لپاره یې افغانستان ته راولیږي د دې تر څنګ د امریکا باندینو چارو وزارت هم اعلان وګړ چې ۲۰۱۹ کال د تروریستانو لپاره خوندې مناسب ځاي پاکستان وو او همدارنګه یونما په خپل  راپور کې هم ویلي چې د افغانستان په جګړه کې زیات  پاکستاني جنګیالي برخه لري چې د امریکا راپور له امله د پاکستان باندینو چارو وزیر قریشی ګیله هم په دې ورستي سفر کې خلیلزاد ته وکړه چې مونږ د ستاسو کامیابې دپاره څومره کوښښونه کاوه او سره د دې کوښښونو بیا هم د ستاسو له لوري په پاکستان باندې تهمتونه لګول کیږي ، د دې څخه که تحلیل وکړو د امریکا له لوری پاکستان اوس هم غیر مستقیم تر فشار لاندې نیول شوي چې د سولي په پرمختګونو کې خنډونه ایجاد نه کړي.
 

که د سیمي سیاست خصوصا د عرابی هېوادونو سیاست ته کتنه وکړو دې هېوادونو د پاکستان سره ډېرې نږدې اړیکې پاللې د پاکستان په ګټه به یې په نړي کې تبلیغات (لاوبې) کول او حتی د پاکستان د پوځ ستراتیژیکو اهدافو کې هم سره ملګری وو اما پدې وروستیو کې دا ملګرتیا او نږدې اړیکې ساړی شوي ځکه چې د هند له لوري کشمیر لاندې کول د پاکستان ستراتیژیکو اهدافو خلاف عمل وو چې پاکستان نشو زغملي او د ځان په مقابل کې یې ښکاره تېرې بللو د دې له امله پاکستان ډیرې چیغي وکړي چې نړیوالو ته د هندوستان تیرې وښایې چې  هند مونږ سره څه وکړل..!؟
 
د پاکستان وزیراعظم عمران خان سعودی عربستان ، ترکیې ، مالیزیا، متحد اماراتو ته سفرونه وکړل او همدارنګه اسلامی هېوادونو مرستندویه اداري (OIC) ته شکایتونه وکړل او د پاکستان حق کې مرستي غوښتنکې شول بغیر د تشریفاتي ملاتړ څخه هیچا ورسره مرسته ونه کړه همدارنګه  چین چې د پاکستان پخواني ستراتیژیک ملګری دي چندان ارزښت یې ورنکړ چې د دې ټولو سره سره اوس پاکستان پدې پوه شوي چې نور څوک زمونږ د دوه مخي پالیسې ملاتړې نشته او نه داسې ملګري ورپاتي  دي چې په سیمه کې د پاکستان اوږد محالو ستراتیژیکو اهدافو دپاره مالی او سیاسي همکاري ورسره وکړي ، پاکستان چې خپلو اقتصادې او تجاراتي توانونو کې راګیر دي او اقتصادي پرمختګ لپاره خزانه کې پیسې نه لري چې د اوس یې د قرضونو پیسوڅخه لږ څه  ډکه کړي نو د تروریستانو تربیه او همایه لپاره به دا دومره بودیجه له کومه کړي  اما مخکې د دې بودیجه یې اسلامي هېوادونو څخه د زکاتونو، صدقو په نومونو ټولولي او همدرانګه پوځي شریک ستراتیژیک اهدافو ته رسیدو په نوم مرستي  له امریکا او ځینو اسلامي هېوادونو څخه اخیستي اما اوس دا نشته ځکه چې ممکن د زیاتو هېوادونو ستراتیژیک اهدافو تعقیب لارې بدلون پیدا کړي وي او یا پاکستان کې یې اهداف کم شوي وي د ځینو اسلامي هېوادونو خصوصا د سعودی عربستان له پاکستان څخه د یمن کې شته جنګ ګټلو لپاره پوځ وغوښتو چې پاکستان ورته ونه لیږه شاید د دې امله په پاکستان بدګمان شوي وي چې اوس د پاکستان سره یې ملګریتا کې اړیکې ساړي شوي،  نو اوس  پاکستان کوښښ کوي چې د امریکا سره  په سوله کې ملګری شي چې پدې کې دوی خپل اهدافو ته ځان ورسوي، په دی کې به پاکستان کوښښ وکړي چې امریکا ته خپله ملګرتیا کې د ژمن پاتي کیدل وښایې او هم د امریکا څخه بیرته پوځي مرستي تر لاسه کړي، د هند مقابل کې د امریکا یو څه کلک ملاتړ ولري همدارنګه اقتصادې مرستې تر لاسه کړي. او هم د امریکا په مرسته هغه ستونزې او مشکلات په سیمه کې حل کړي چې پاکستان ورڅخه تشویش او په ویره کې ده د دی سیاسي سناریو ته په بدلون کې ویلي شو چې افغانستان ته سوله راتللي شي نور طالبان هم د جنګ له توان لویدلي او نه به طالبان مالی او سیاسي ملاتړ پیدا کړي اما دا اوس ټول د کابل حکومت پوري اړه لري چې د دې سناریو بدلون څخه څنګه د افغانستان په ګټه ګټه اخیستلي شي، کابل باید اوس ټول تمرکز په سیاسي ثبات وکړي چې خپلمنځي اختلافاتو او شخصي ګټو څخه تیر شي او په ریښتوني معنی سیاست کولو توان خپل کړي، سیاسي فعالیتونو ته وده ورکړي او د فساد په مقابل کې جدې اقدامات وکړي چې د افغانانو ملاتړ خپل کړي .

کابل حکومت:
د کابل په حکومت کې مختلف ډوله انګیزې شتون لري چې بعضي یې د شخصي مخالفت څخه سولي ته خوشبین نه دي ، بعضي چې همدې ګډوډیو کې یې جیب ګټه ده د سولي لپاره خنډ جوړیدلې شي او دریمه ډله پخپله سیاسې ګوندونه دي چې واضح ملاتړ یې سولې باره کې نه دي څرګند کړي د دوې خاموشي شاید د حکومت کارونو څخه غیر مستقیم ملاتړ وي ځکه چې حکومت ورته خپله ونډه ورکوي، باج ورکوي او هم سیاسي ګوندونه  پدې فکر کې دي چې که قوي حکومت راغي، په نظام کې شته کمزوري په تقویه بدلې شي او په ریښتوني ډول له هر ډول فساد څخه پاک ټاکنې وشي بیا  شاید دوي دا ونډه ونه ګوري او نه به بیا  څوک باج ورکړ. کابل حکومت باید د هغه خنډونو مخه ونیسي چې سولي ته د ځنډ سبب ګرځي که بین الافغاني خبرو ځنډ ته کتنه وکړو هیڅ لوري ګټه پکې ونکړه چې دا خنډ او ځنډ د دواړو لوري په مرګ ،ژوبلي تمام شو که چیرته حکومت (۵۰۰۰) هغه وخت کې خلاص کړي وای چې د فشارونو له امله یې اوس خلاصه وي شاید دومره مرګ ژوبله نه وای شوې او اوس به د بین الافغاني خبرو کې پوره پرمختګ شوې وه شاید اوس دایمي اوربند ته هم رسیدلي وای.

بلې خوا چې د سولي واک اختیار عبدالله عبدالله ته ورکړل شوې تر اوسه پورې یې دوه  میاشت پوره کیږې د سولي لپاره ثبت اقدم  نه دي کړي په خپلو سیاسې کشالو کې مصروف دي خو ټولنیزو اجتماعي رسنیو تر څنګ مطبوعاتو کې فعال دي خو عملا یې تر اوسه هیڅ کار په سترګو نه لیدل کیږي. که چیرته د سولي خنډ  ځنډ لپاره سرې ،شنې او توري کرښې ایستل کیږي چې بیا دې کرښو ته دوی پخپله وفادار نه وي نو څنګه به طالبانو ته داسې کرښې معنی ولري؟  

کابل باید په اوسنیو شرایطو کې د سولي لپاره بدیلې لاري چاري ولټوي او فلج ډیپلوماسي په پښو ودره وي چې د سولي لپاره باید په خپله ډیپلوماسي باندې د نړیوالو پاملرنه ځانته کړي ، مهم سیاسي ډیپلوماټان رامخکې کړي او د افغانستان ستراتیژیک اهداف د قوې ډیپلوماسي له لارې نړیوالو ته ورسوي چې په ساتنه کې  د نړی ملاتړ او مرستې تر لاسه کړي او هم د په نړیواله کچه باندې افغانستان اهدافو ته تبلیغات وکړي چې تر څو نړیوالو ته مثبت پیغام له کابل څخه ورکړل شی. ملی اجماع او بین المللي اجماع رامنځته کول د دې باعث کیدلي شي شته ناندریزو ته د حل لار پیدا کړي او همدرانګه کابل باید اسیایی سوپر ځواک هېوادونو (چین، روسیه، هند ) سره اړیکې محکمې کړي او هم د ګاونډیتوب له لارې د افغانستان اهدافو لپاره ګټه واخلي.

که چیرته حکومت په خپل منځي اختلافاتو کې مصروف پاتي شي او جنګ ته دوام ورکړي چې د دې هر څه به عام ولس قرباني ورکوي شاید امریکا او نړی پدې فکر وکړي چې اوسني حکومت د سولي په راوستو کې کمزوري دي او فساد پکې اوج ته رسیدلي د دې حل لپاره موقت اداري باندې تمرکز وشي.