هرات والي: د ګمرک ۹۰سلنه عوايد د مافيا لاس ته ورځي 

روهي (يوه نۍ/۱۵ د چنګاښ)، هرات والي وحيد قتالي وايي چې د هرات په ګمرک کې هره ورځ په مېلېونه افغانۍ د مافيايۍ کړيو لاس ته ورځي. قتالي ويلي چې د ځيني حکومتي کسانو په شمول، زوراکي او مافيايي کړۍ يې تر شا لاس لري. 

وحيد قتالي وايي چې دغه مافيايي کړۍ او زوروتکي ي، شمېر يې په پلازمېنه کابل، ځيني په هرات ولايت او ځيني نور بيا د اسلام قعله په بندر کې شتون لري او په دې فساد کې ککړ دي. 

په ورته وخت کې  د هرات ولايتي شورا غړي او ځيني مدني فعالان هم مني چې د هرات ولايت د ګمرک عوايدو ډېره ستره برخه کې د مافيايي ډلو لاس ته ورځي چې دوی، زورواکي او حکومتي چارواکي سره په کې شريک دي. 

خو د هرات د ګمرک رئيس د والي هغه خبره چې ۹۰ سلنه عوايد غله کيږي، ردوي او زياتوي چې اوس ورځو کې د هرات د ګمرک عوايد چې پخوا په يوې ورځ کې ۳۰ مېلېونه افغانۍ وو، اوس ۱۰۰ مېلېونه افغانيو ته رسېدلي دي.