هېواد کې د کرونا ويروس تازه ۲۷۹پېښې ثبت شوې 

روهي (يوه نۍ/۱۵ د چنګاښ)، د هېواد عامې روغتيا وزارت د نن ورځې مالومات ښيي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۲۷۹مثبتې پېښې ثبت شوې دي. دې سره د ټولو ثبت شوې مثبتو پېښو شمېر، ۳۲,۹۵۱ ته ورسېد. 

تازه پېښې؛ کابل (۲۴)، هرات (۱۷)، پکتیا (۱۰)، ننګرهار (۱)، بامیان (۸۰)، تخار (۱۴)، بغلان (۵)، بادغیس (۵)، لوګر (۱۴)، کندز (۱۱)، بدخشان (۳۳)، خوست (۴۳)، کاپیسا (۸)، فراه (۵) او پکتیکا کې نهه پېښې ثبت شوې دي. 

تر اوسه د کرونا ويروس څخه د ټولو مړو شمېر ۸۶۴ تنه او د رغېدلو شمېر ۱۹۳۶۶ تنو ته رسېدلی دی.