سعودي سفير له مسلميار سره په لېدنه کې: افغانستان کې سل ديني مدرسې، د۳۰ مېلېونه ډالرو په ارزښت کابل کې روغتون او ننګرهار کې نړيوال اسلام پوهنتون جوړو 

روهي (يوه نۍ/۱۵ د چنګاښ)، کابل کې د سعودي عربستان سفير جسیم محمدالخالدي د افغانستان د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلميار سره کتلي او د سوله ييز افغانستان په اړه يې د پاچا سطان سلمان بن عبدالعزيز هيلې وړاندې کړي. 

کابل کې د رياض سفير جسیم محمدالخالدي ويلي دي چې هېواد به يې کابل  د ۳۰ مېلېونه امريکايي ډالرو په ارزښت يو روغتون، ننګرهار کې اسلامي نړيوال پوهنتون او همدا ډول به د هېواد بيلا بيلو ولايتونو کې ۱۰۰ ديني مرکزونه  او مدرسې هم جوړې کړي. 

سعودي سفير ويلي دي چې هېواد يې د افغانستان د سولې بهير کې هڅې کوي او تمه لري چې افغانستان تل پاتې سولې ته ورسيږي. 

د افغانستان د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسليميار هم د افغانستان د سولې او بيارغاونې بهيرونو کې د سعودي عربستان هڅې ستايلې دي او د لا همکارۍ غوښتنه يې کړي.