ضمیر کابلوف: لوړپوړي پوځي امريکايي چارواکي افغانستان کې د مخدره موادو قاچاق کوي 

روهي (يوه نۍ/۱۵ د چنګاښ)، د افغانستان لپاره د روسيې خانګړي استازي ضمیر کابلوف په خپلو وروستيو څرګندونو کې ويلي دي چې افغانستان کې لوړپوړي پوځي امريکايي چارواکي د مخدره مواد په قاچاق کې لاس لري. 

د تاس په نوم رسنۍ لېکلي دي چې ضمیر کابلوف دغه څرګندونې د روسيې له دولتۍ رسنۍ سره په خپلو وروستيو خبرو کې کړې دي. 

ضمیر کابلوف ويلي دي چې امريکايي استخباراتي د روسيه له خوا افغانستان کې امريکايي سرتيرو د وژلو تور پوري کوي په داسې حال کې چې امريکايي چارواکي یافغانستان کې د مخدره موادو قاچاق کوي. 

دغه روسی ډپلماټ وايي چې امريکايۍ چورلکي پرته له هر ډول څار پرته د کندهار او بګرام له هوايي ډګرونو المان او نورو هېوادونو ته الوتنې کوي چې د مخدره موادو قاچاق هم په کې کيږي. 

د امريکا حکومت تر اوسه د روسيې د دغه ادعاوو په اړه چې لوړپوړي چارواکي يې افغانستان کې د مخدره موادو قاچاق کوي څه نه دي ويلي.