
لیکوال :محمدواصل وصال
لنډه کیسه :دلارې مسافر
رخصتی موپای ته رسیدلې وې ، دپوهنتون درسونه مې پیل شوي وو.ورسته له یوې اوږدې مودې بیرته پوهنتون ته روان وم دخپلې کورنۍ له ټولوغړوسره مې مخه ښه وکړه اوخپل غوټي مې راواخستل اودکورله دروازې ووتم مورمې هم راپسې داوبویوجام په لاس نیولی راووت کله چې یوڅوګامه دکورله دروازې لیرې شوم نومورمې داوبوجام راپسې خالي کړ.دغه کارمورمې ددې لپاره وکړچې دازمونږپه کلي کې دوددی چې کله هم څوک په سفروځي نودهغه پسې اوبه په دې موخه شیندي چې پرمخ یې رڼايي اوسفریې بې خطره وي.
په ځنګېدلوقدمونودموټروتم ځای ته ورسېدم ،دموټروپه تم ځي کې ډیرې موټرې ولاړې وې اودموټروکلینډارونه چغې وهلې جلال اباد،جلال اباداوځنوبیادتورخم تورخم نارې وهلې هریوبه راغی اوپه یوموټرکې به کښیناست ترڅوموټرډک شي .خوزه په یوځای کې غلی ولاړوم اوپه دې چرت کې وم چې زه اوس په کوم موټرکې کښینم .
یوکلینډرراباندې غږکړچرته ځې وروره ؟
ځواب مې ورکړچرته نه .
هغه بیرته لاړخوزه په دې فکرکې پاتې وم چې په کوم موټرکې کښینم له ځانه سره مې وویل کاش دیواداسې کس سره په موټرکې یوځای شم چې زما په طبیعت برابروي چې څه ناڅه دزړه خواله ورسره دلارې په اوږوکې وکړم ترڅوپه سفرپوه نشم .
په همدې چرت کې تللی وم چې ناڅاپه یوښځینه غږمې ترغوږشو.
وبښی مونږغواړوجلال ابادته لاړشوپلارمې یوڅه سپین ږیری دی که زمونږدغه غوټه ترموټره پورې بوځې ډیره مننه به وي .
ځواب مې ورکړولې نه، زه هم جلال ته روان یم اومونږه خوهسې هم دیوې لارې مسافریو.
راځې چې ځو.
غوټه مې راوخستله سامان مودموټرکلینډرځای پرځای کړ، اوپه یودري کسي سیټ کې درې واړه کښیناستوپه منځ کې سپین ږیری بابایوخواته یې زه اوبل خواته هغه ناسته وه .هغې خپله څېره یې په یوسپین څادرباندې پوښلې وه اویواځې یې سترګې ښکاریدې .دنظرغشولاواردمخه زما په زړه باندې ګزارونه کړي و. په زړه مې ډیرې خبرې وې چې له هغه سره یې وکړم .موټرله تم ځای نه دخپل مقصودمزل په لورروان شو.ټولومسافرودعایې خیروویل ماهم لاسونه لپه کړل خوسترګې مې په هغه باندې ګنډلې وې .هغه به هم په غلچکی نظرماته وکتل خوچې زمابه ورته پام شونوسترګې به یې ټیټې واچولې .موټرهم په ګړندي سرعت فاصله لنډوله خولازما اودهغه ترمنځ خبرې نه وې پیل شوې .له خپل بیک نه مې دخپلوشعرونوکتابچه راوخسته اودکتابچې یوڅوپاڼې مې راوړلې .دې سره په څنګ کې سپین ږیری باباهم دخوب څپوله ځانه سره وړی و.په غلچکي نظرمې دهغې لوروکتل ګورم چې هغه هم یوکتاب راخستی اوپاڼې یې اړوي را اړوي خوزما په څیرهغې ته هم دکتاب لوستل خوندنه ورکوي .
له ځانه سره مې وویل راځه هم داښه موقع ده ورنه پوښتنه وکړه چې داکوم کتاب چې ته یې پاڼې اړوې دچادی؟ همداسې مې وکړل اوپه ډیرنه زړه مې خوله خبرې ته جوړه کړه خومخکې له دې چې زه ورڅخه خپله پوښتنه وکړم هغه زما نه مخکې شوه .
وبښی زه ستاسې نوم پوښتنه کولی شم ؟
ړوندله خدایه نورڅه غواړي دوه سترګې ماهم له خدایه همداغوښته چې یوه خبره بهانه شي اوزما اودده ترمنځ خبرې پیل شي هڅې نه چې سفرپای ته ورسیږي اودهغې دخبروارما ن زما په زړه کې همداسې پاتې شي .
ځواب مې ورکړولې نه زما نوم کمال دی. مخکې دې چې هغه بله پوښتنه وکړي ماورته دځان په هکله نورمعلومات هم ورکړل .
زه اوس په ننګرهارکې دژبواوادبیاتودپښتودڅانګې زده کوونکې یم .
ددې خبرې په اوریدوسره هغه یولږڅه خاموشه شوه اوبیایې نازکې شونډې سره خلاصې کړې اووویل: «څومره ښه ډیرزیات خوشحاله شوم ماخوچې څنګه ستاسې په لاس کې دشعرونوکتابچه ولیده نوپوه شوم چې له ادبیاتوسره مینه لری .
زه دهغې خبروته په ډیره مینه غوږوم هغې لاخپلې خبرې نه وې ختمې کړې چې ماورڅخه پوښتنه وکړه .ستاسې نوم څه دی اوزده کړې موڅومره کړي .
هغه زما سترګوته ځیروماهم دهغې سترګوته کتل دسترګوپه جنګ کې پوښتنه پخپل ځای پاتې شوه .
دواړه لاسونه یې په مخ باندې کش کړاوبیایې وویل ډیروبښی تاسې څه ویل زه پوه نشم.
زما په زړه باندې هم دمینې تیغونوداسې کارکړی وچې پوښتنه خوپریږده چې هرڅه حتاداهم رانه هیروچې زه اوس چیرته راوان یم اوچیرته یم .
زه په همدې سوچ کې وم چې هغې راباندې غږکړفکرکوم تازما دنوم پوښتنه کړې وه .
ځواب مې ورکړهوهمداپوښتنه مې کړې وه .
په خندایې راته وویل :«زما نوم تلوسه ده اوزه په کابل کې دادبیاتوپوهنځي دپښتوڅانګې محصله یم اواوس په رخصتی کورته روانه یم .
ځواب مې ورکړجالبه ده زه اوته دواړه لکه څنګه چې دیوې لارې مسافریوهمداشان دیوې خوږې ژبې پښتودڅانګې محصلین هم یو.
هغې وویل :«کماله څومره به ښه وی چې دواړه یوځای وی اوپه یوه پوهنتون کې مودرس ویلې وی .
مایوسوړاسویلې وکیښ اوپه ځواب کې مې ورته وویل هوداخوبه ډیره بیخي ښه وی ،اوبله داچې ماوتابه دواړوپه رقابت سره یوځای درسونه ویلې وی .
کماله ته په څویم ټولګي کې یې ؟
زه دهغې په زړه وپوهیدم چې دهغې مطلب څه دی .ځواب مې ورکړم دکوم څه فکرچې ته کوې هغه کارهم ځکه امکان نلري چې زما ورستی سمستردی .دهغې مطلب تبدیلي و.
خوقسمت دغه لاره هم په مونږه بنده کړې وه .
زه اوهغه په خبروکې داسې ګیرراغلي وچې سفرموبیخي له یاده وتلی و.له ده سره سپین ږیری باباهم سترګې ومښلې اوپوښتنه یې وکړه تلوسې لورې جلال ابادخوبه نه وی رسیدلی.دسپین ږیرې بابادخبرې په اوریدوسره مې په زړه دبیلتون غم په په راویښېدوشو.
تلوسې په ژړغوني اوډک زړه ځواب ورکړپلارجانه لا نه یورسیدلي یوڅه لاره لاپاتې ده .
دهغې دخبروڅخه ماته داجوته شوه چې هغه هم بیلتون نه غواړي .
اوس نونه ماسره د نوروخبروکولومجال واونه هم دهغې سره .په څوشېبوکې موټرددرونټې تونل نه واوښت اوزه له موټره په نه زړه ښکته شوم اوهغه رانه په موټرکې پاتې شوه .خودهغه یادونه لاتراوسه زما په زړه کې غورځنګونه وهي اوتل مې بې قراره ساتي .
دلویې لارې مسافره
په دیدن موړشوې که مخ بیادرواړومه