سیدانورسنګین   د افغانستان ګټې باید لومړیتوب وي

دا چې پۀ دې وروستیو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله زیاته شوې ده، پۀ جنګ کې ښکیل لوري پر یو بل د وژنو او چاودنو تورونه پورې کوي.

د هلمند پېښه، پۀ خوست کې د دوه منده پېښه هغه پېښې دي، چې ښکیل لوري یې پر يو بل د کولو تورونه پورې کوي.

دا چې د افغانستان اوسنۍ وضعیت تر ټولو حساس او خطرناک دی، ولس سخت پۀ تشویش کې دی.

پۀ عینې حال کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي راډیو ټلویزیون سره پۀ مناظره کې وویل چې زیات امکان ددې شته، چې بین الافغاني خبرې د قطر مرکز دوحه کې پیل شي.

اوس پوښتنه دا ده، بین الافغاني خبرې به کله پبلیږي!؟

ددې خبرو اصلي تمرکز به پۀ کومو موضوعاتو وي!؟

ولې دواړه لوري تاوتریخوالی کوي!؟

د افغانستان دولت او وسلوال طالبان کوم کوم هدفونه لري!؟

دا دې ته ورته نورې هغه پوښتنې دي، چې ولس یې ذهني ګډوډ کړی دی.

یو څۀ چې اړین او مهم دي، هغه د افغانستان ملي ګټې او د جنګ ختمول دي.

پر طالبانو تل دا تور پورې کېږي، چې د پنجاب د ګټو لپاره پۀ افغانستان کې جنګ ته دوام ور کوي، پۀ عینې حال کې د افغانستان پۀ اوسني نظام هم دا تور پورې کېږي، چې دوی د امریکا ګټو ته ژمن دي، نو ځکه خو دا جنګ او تاوتریخوالی دوام لري!

ددې لپاره چې روان جنګ ختم شي، د افغانستان ګټو ته پکې پام وشي، د افغانانو وژنه بنده شي، چاودنې بس شي، هدفي وژنو ته د پای ټکی کېښودل شي، دواړو اړخونو ته پکار ده، چې د پنجاب او امریکا ګټو پر ځای د افغانستان ګټو ته ترجیع ور کړي.

موږ ټول پۀ دې ښۀ پوهیږو، چې یو اړخ هم افغانان دي، بل اړخ هم!

نو ولې بیا د نورو پۀ دسیسو او تبلیغاتو خپل افغان ورور وژنو، ولې افغان خاوره ورانوو!؟

نو هیله مو دا ده، چې دواړه اړخونه ځانونه وپېژني.

نور د پردیو پۀ خوله خپل کور وران نۀ کړي.
طالبان دې د افغان ورور پۀ شان د افغان دولت سره (د افغان ورور) سره خبرې مخامخ وکړي، تر څو خپلې ستونزې او مشکلات پۀ خپل منځ کې سره حل کړي.

ځکه نور افغانان لۀ دې جنګ او جګړو څخه ستړي دي او روانه جګړه باید نور پای ته ورسیږي.