کابل کې د يوې فابریکې څښتن د کرونا ويروس ناروغانو ته وړيا طبي اکسېجن ورکوي 

روهي (نۍ/۱۴ د چنګاښ)، کابل ښار کې د نجيب الله صديقي په نوم د مصنوعي يا طبيي اکسېجن  د تولید د یوې فابریکې مشر وایي، چې د کرونا ويروس پر ناروغان وړيا طبيي او يا مصنوعي اکسېجن ويشي. 

نوموړي له امريکا غږ اشنا سره خبرو کې ويلي دي، "یو کس مې ولیده چې ښځه یې د کرونا ویروس له کبله مړه شوې وه او ډېر یې ژړل. له دغې پېښې وروسته مې پرېکړه وکړه چې د اکسیجن د تولید فابریکه بېرته فعاله کړم. "

په دې وروستيو کې دولتي روغتونونو کې د اکسيجن د کمښت له امله د يو بالون بيه تر شل زره افغانيو او د بيا ډوکولو بيا يې له پنځه زره افغانيو هم پورته شوه.