د ولسمشر غني په ګډون ولسمشرۍ ماڼۍ کې د محمد یوسف غضنفر د غایبانه جنازې لمونځ ادا شو

روهي (نۍ/۱۴ د چنګاښ)، د اقتصادي او سوداګرۍ پراختیا او بېوزلۍ کمولو په چارو کې د جمهوررئیس د فوق العاده استازي ارواښاد محمد یوسف غضنفر چې د کرونا ناروغۍ له امله وفات شوی، د غایبانه جنازې لمانځه مراسم د افغانستان داسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په ګډون په ارګ کې ترسره شول.

په دې مراسمو کې چې نن مازدیګر ترسره شول، پر جمهوررئیس سربېره، د جمهوري ریاست لومړي مرستیال، د کابینې یو شمېر وزیرانو، لوړ پوړو دولتي مقاماتو او د هیواد مشرانو هم حضور درلود.

جمهوررئیس او نورو ګډونوالو د غایبانه جنازې لمانځه ادا کولو ترڅنګ، د ارواښاد محمد یوسف غضنفر روح ته دعا  او د لوی الله له دربار څخه مرحوم ته د فردوس جنت غوښتنه وکړه.

د یادولو ده چې د ارواښاد محمد یوسف غضنفر تابوت نن په رسمي ډول د جنازې تر لمانځه وروسته د جمهوري ریاست د عالي مقام دفتر د عمومي رئیس محمد شاکر کارګر، د جمهوري ریاست د ستر سلاکار عبدالمتین بېګ، یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو، د بلخ ولایت والي او ملکي او نظامي مسوولینو، د کورنۍ غړو او د ارواښاد د دوستانو په ګډون د مزار شریف د مبارکې روضې په انګړ کې خاورو ته وسپارل شو.