کابل کې چاودنې درې کسان ټپيان کړل 

روهي (نۍ/۱۴ د چنګاښ)، نن سهار شااوخوا اووه بجې د کابل ښار يوولسمې امنيتي حوزې په خيرخانې سيمه کې د ماين چاودنې له امله د يو پوليس په شمول دوه تنه نور ټپيان شوي دي. 

چاودنه د نښلونکي ماين په وسيله د پوليسو په رنجر موټر پسې شوې ده. پېښه کې موټر هم زيانمن شوی دی.