عطا محمد نور: صلاح الدين رباني له جمعيت ګوند شړل شوی او نور د ګوند د مشر په توګه رسميت نه لري 

روهي (نۍ/۱۴ د چنګاښ)، د افغانستان جمعیت اسلامي ګوند د مشرتابه شورا غړو د دغه ګوند سرپرست صلاح الدين رباني بې صلاحيته اعلان کړی او ويلي دي چې نوموړي نور د ګوند د مشر په توګه رسميت نه لري. 

د جمعيت ګوند اجرائيوي رئيس عطا محمد نور په دې اړه بي بي سي سره خبرو کې ويلي دي، "کله چې موږ ښاغلی رباني د دوو میاشتو لپاره د ګوند سرپرست وټاکه، بیا یې یوځل هم د کنګرې د جوړولو لپاره، چې په هغه کې ټول مهم غړي راټول شوي وي او د جمعیت ګوند او د ګوند د مشرتابه شورا مشروعیت ترلاسه کړي، ده په دې اړه هېڅ ګام وانخیست او هې‍څ نیت یې ونه ښود."

عطا محمد نور ويلي دي چې صلاح الدين رباني ۹ کاله د جمعيت ګوند مشري وکړه او دغه ګوند يې په خپل انحصار کې اخېستی دی. د صلاح الدين رباني ناسم مديريت جمعيت ګوند په ستونزو کې اچولی دی. 
له تېرې يوې اوونۍ د جمعيت ګوند دننه کړکېچ را پيدا شوی دی. د ګوند جنجالي مشر صلاح الدين رباني بيا د عطا محمد نور، يونس قانوني او یو شمېرو نورو مخکښو غړو غړېتوبونه ځنډولي دي.