روهي (نۍ/۱۴ د چنګاښ)، په اقتصادي، سوداګريزې پراختيا او د فقر سره مبارزې برخه کې د ولسمشر محمد اشرف غني ځانګړی استازی محمد يوسف غنضنفر تېره ورځ د کرونا ويروس له امله ومړ.
ولسمشر د نوموړي پر مړينې خواشيني ښوودلې ده او د ارګ په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، "ارواښاد محمد یوسف غضنفر حلیم، خیرخواه، ولسي او ملي شخصیت و چې په متحد افغانستان یې باور درلود او تل یې د خپلو خلکو د خیر او کامیابۍ لپاره هڅې کولې. د هغه مړینه د هیواد او نظام لپاره یوه لویه ضایعه ده.
ارواښاد د افغانستان د ابادۍ او له بېوزلو او اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره جدي کارونه پیل کړي وو او ویاړم چې یو دغه ډول رښتینی او د خلکو خدمتګار شخصیت مې نږدې همکار و.
د ارواښاد په مړینې له خبرېدو سره سم مې نن شپه د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب د هغه له کورنۍ سره په ټلیفوني تماس غمشریکي وکړه او اړوندو مسوولینو ته مې لارښوونه وکړه ترڅو د محمد یوسف غضنفر د جنازې د مراسمو او خاورو ته سپارلو رسمي تدابیر ونیسي.
خپل د همدردۍ او غمشریکۍ مراتب د ارواښاد له کورنۍ او د افغانستان ټولو خلکو سره شریکوم او متوفی ته د لوی الله له دربار څخه د جنت او وارثینو ته یې د جمیل صبر دعا کوم."
وروستي