د ولسي جرګې د ټولو غړو شمېر ۲۵۰ دی خو کابل ښار کې د (و-ج) پلېټ لرونکو موټرو شمېر نېږدې ۳زرو  ته رسيږي 

روهي (جمعه/۱۳ د چنګاښ)، د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي چې کابل ښار کې د ولسي جرګې يا (و-ج) پلېټ لرونکو ګاډو شمېر تر درېيو زرو رسيږي، په داسې حال کې چې د ولسي جرګې د غړو شمېر ۲۵۰ تنه دی. 

ځيني وکيلان وايي چې د ولسي جرګې يو شمېر پلېټ لرونکي ګاډي ترافيکي قانون نه مراعات کوي او ښار کې له تورو ښېښو سره تګ - راتګ کوي. 

کورنيو چارو وزارت بيا وايي چې د ولسي جرګې هر غړي ته به درې د (و-ج) پلېټونه ورکړي، چې په خپله د وکيل، يو د څارونکي موټر او بل به يې د کورنيو د غړو لپاره وي. 

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي:«د تعقیبي موټر لپاره یې یو ځانګړی پلېټ، د کورنیو د غړو لپاره یې یو بل ځانګړی پلېټ؛ یعنې په ټول کې د هر وکیل لپاره درې قانوني پلېټونه چې هغه راجستر دي او مشخصې شمېرې لري د طرزالعمل پربنسټ وېشل کېږي.»