له تورخم، غلام خان او سپين بولدک وراېخوا؛ پاکستان افغانستان سره د سوداګرۍ لپاره دوه نورې لار پرانېزي 

روهي (جمعه/۱۳ د چنګاښ)، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صدیق پر ټوېټر لېکلي دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګرۍ لپاره د دغه دوه هېوادونو ترمنځ د انګور اډې ډنډي پټان لار پرانېزي. 

انګرو اډه د پکتيکا په برمل ولسوالۍ او ډنډي پټان د پکتيا ولايت په ډنډي پټان ولسوالۍ کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تګ - راتګ لارې دي. د پاکستان حکومت له دې وړاندې سپين بولدک، غلام خان او تورخم لارې د افغاني صاداراتو پر مخ خلاصې کړې وې. 

په ورته وخت کې اسلام اباد کې افغان سفير عاطف مشعل د يادو لارو د پرانېستو ويلي دي. نوموړي پر ټوېټر لېکلي دي، ""د پکتیکا انګور اډې او پکتیا ډنډي پټيان لارې د جولای پر ۱۲مه د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر مخ پرانیستل کیږي.""