باتور دوستم: مارشال دوستم ته د مارشالۍ رتبې ترڅنګ د ولسمشر د لومړي مرستيال امتيازونه هم ورکول کيږي 

روهي (جمعه/۱۳ د چنګاښ)، د جنرال عبدالرشيد دوستم زوی باتور دوستم پر خپلې فېسبوک پاڼې جنرال دوستم ته د ولسمشر غني له خوا د مارشالۍ رتبې د روکړې پخلی کړی دی. باتور دوستم له ولسمشر غني مننه کړي او جنرال دوستم او ملاتړو ته يې مبارکي ويلي. 

باتور دوستم لېکلي چې جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبې د ورکړې په برخه کې د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هڅې کړې او د نوموړي د هڅو په پايله کې دغه مارشالي دوستم ته ورکړل شوې ده. 

باتور دستم لېکلي، چې د سياسي هوکړې اړوند به مارشال  دوستم د مارشالۍ رتبې ترڅنګ د دولت عالي شورا او ملي امنيت شورا غړی هم وي او همدا ډول به پروتوکول له مخې د ولسمشر د لومړي مرستيال امتيازونه ورکول کيږي. 

د پروتوکول له مخې جنرال دوستم ته د لومړي مرستيال د امتيازونو ورکول په دې مانا، چې جنرال دوستم به د تېر په څېر له هغه امتيازونو برخمن وي چې په ۲۰۱۴ کال کې يې درلودل. 

د يادونې ده چې د ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د سياسي هوکړې اړوند، د ډاکټر عبدالله عبدالله ځای هم د هېواد د دويم کس په توګه پروتوکول شوی دی.