ډاکټر عبدالله: مارشال دوستم د مقاومت پر مهال او ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کړې؛ مبارکي ورته وايم 

روهي (جمعه/۱۳ د چنګاښ)، د حکومت د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبې مبارکي ويلي. عبدالله عبدالله د طالبانو اسلامي امارت پر وړاندې د مقاومت جبهې په نوم د شمال ټلوالې له خوا جګړه کې د دوستم مبارزه ستايلې ده. 

نوموړي همدا ډول په تېرو ۱۹ کالونو کې د روانې جګړې په ترڅ کې د جنرال دوستم پر مبارزې او قرباينو لېکلي دي او نوموړی يې د مارشالۍ رتبې وړ بللی دی. 

جنرال دوستم چې زده کړې نه لري او د مجاهيدنو د حکومت پر مهال د سترجنرالۍ رتبې ته ورسېد، دا ځل د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سياسي واک د وېش هوکړې اړوند ورته د ماشرالۍ  رتبه ورکړل شوه. 

که څه هم تر اوسه حکومت په رسمي ډول جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبه نه ده اعلان کړې، خو تېره ورځ هغه فرمان رسنيز شو، چې ولسمشر د جنرال دوستم لپاره مارشالۍ رتبه لاسليک کړې ده.