صلاح الدين رباني د ولسمشر غني حکومت نه مني خو د ولسمشر له خوا جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبې د ورکړې مبارکي وايي 

روهي (جمعه/۱۳ د چنګاښ)، د جمعيت ګوند جنجالي مشر صلاح الدين رباني جنرال عبدالرشيد دوستم  ته د مارشالۍ رتبې د ورکړې له امله نوموړي او د هغې ګوند ته مبارکي  ويلي ده. 

نوموړي پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي  دي چې د مارشالۍ رتبې د ورکړې له امله د د ترهګرۍ ضد جبهې ټولو مبارزه کوونکو او په ځانګړي ډول د جنبش ګوند غړو ته مبارکي وايم. 

صلاح الدين رباني لېکلي دي چې جنرال دوستم د مارشالۍ د رتبې لوړتيا درلوده او دغه رتبه د هغې مبارزو او قربانيو له امله ده چې جنرال دوستم په تېرو دوه نيمو لسيزو کې د هېواد لپاره کړې دي. 

صلاح الدين رباني د ولسمشر غني په مشرۍ حکومت نه مني او همدا ډول د هغې سياسي هوکړې مخالفت کوي چې له امله يې جنرال دوستم هم په کې مارشال شو، خو په ورته وخت کې  يې جنرال دوستم ته  د مارشالۍ رتبې د ورکړې مبارکي ويلې ده.