عطا محمد نور: له حمد الله محب سره مې پر امنيتي مسايلو خبرې وکړې 

روهي (جمعه/۱۳ د چنګاښ)، د بلخ پخواني والي جنال عطا محمد نور د هېواد د ملي امنيت شورا له سلاکار ډاکټر حمد الله محب سره کتلي. 

عطا محمد نور پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې دې لېدنه کې يې د سولې پر بهير او د هېواد پر امنيتي مسايلو د ملي امنيت شورا سلاکار ډاکټر حمد الله محب سره خبرې کړې دي. 

دا لېدنه په داسې وخت کې کيږي چې د عطا محمد نور او صلاح الدين رباني ترمنځ د جمعيت ګوند دننه کړکېچ رامنځ ته شوی دی. 

عطا محمد نور صلاح الدين رباني د ګوند له مشرۍ او صلاح الدين رباني عطامحمد نور په ګوند کې له غړېتوب ختم کړی دی.