احمد ضيا مسعود: د جمعيت ګوند رئيس صلاح الدين رباني دی؛ دا نور (عطا، قانوني، نقيبي....) دلالان دي 

روهي (پنځه نۍ/۱۲ د چنګاښ)، د جمعيت ګوند دويم مرستيال احمد ضيا مسعود د عطامحمد نور په مشرۍ د يونس قانوني، کليم الله نقيبي، حفيظ منصور او د جميعت ګوند لارښوودې شورا يو شمېر نورو غړو د تېرې ورځې ناسته د دغه پر وړاندې دسېسه بللې ده. 

احمد ضيا مسعود پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې دغه کړۍ په ۲۰۰۱ کال کې هم د برهان الدين رباني د ولسمشر کېدو مخه ونېوله او هڅه يې وکړه چې له حامدکرزي سره ګډ حکومت جوړ کړي. 

مسعود زياته کړې ده چې له تېرو ۱۹ کالونو دغه کسان د جمعيت ګوند پر وړاندې د دسېسو په جوړولو بوخت دي او هڅې کوي چې د ګوند دننه درزونه را پيدا کړي. 

احمد ضيا مسعود لېکلي چې اسلامي جمعيت ګوند د هېواد يو اغېزلرونکی ګوند دی چې مشري صلاح الدين رباني کوي، او دا نور دسېسه جوړونکي او دلالان دي. 

تېره ورځ د عطا محمد نور په مشرۍ د جميعت ګوند د رهبري شورا لسګونو غړو د صلاح الدين رباني پر ځای، عنايت الله شاداب د ګوند مشر وټاکلو. 

صلاح الدين رباني دا کار دسېسه بللې او جميعت ګوند کې يې د عطامحمد نور، محمد یونس قانوني، کلیم الله نقیبي، عبدالحفیظ منصور، عبدالشکور واقف حکیمي، سید عنایت الله شاداب او عبدالستار مراد غړيتوبونه ځنډولي دي.