صلاح  الدين رباني: عطامحمد نور، یونس قانوني، کلیم الله نقیبي، حفیظ منصور،عبدالشکور واقف، عنایت الله شاداب او عبدالستار مراد  نور د جمعيت ګوند غړي نه دي 

روهي (پنځه نۍ/۱۲ د چنګاښ)، د جمعيت ګوند سرپرست مشر صلاح الدين رباني د عطا محمد نور په مشرۍ د دغه ګوند د يو شمېر مخکښو کسانو د تېرې ورځې ناسته دسېسه بللې ده او لېکلي دي چې دغه کسانو حکومت کې د ماموريت په پار د ګوند د وېشلو په دسېسو لاس پوري کړی دی. 

د جمعيت ګوند له ادرسه په خپرې شوې اعلاميې کې ويل شوي دي چې عطامحمد نور، محمد یونس قانوني، کلیم الله نقیبي، عبدالحفیظ منصور، عبدالشکور واقف حکیمي، سید عنایت الله شاداب او عبدالستار مراد په تېر کې هم د جمعيت ګوند پر وړاندې دسېسې جوړې کړې وې. 

دغه اعلاميه کې ويل شوي دي چې اسلامي جمعيت ګوند کې د عطامحمد نور، محمد یونس قانوني، کلیم الله نقیبي، عبدالحفیظ منصور، عبدالشکور واقف حکیمي، سید عنایت الله شاداب او عبدالستار مراد غړيتوبونه ځنډول شوي دي. 

صلاح الدين رباني همدا ډول خبرداری ورکړی دی چې چاته به اجازه ورنه کړي چې د جمعيت ګوند له نوم او نښان ناوړه ګټه پورته کړي په پر وړاندې يې دسېسې جوړې کړي. 

تېره ورځ د عطا محمد نور په مشرۍ د جمعيت ګوند ډېری مخکښو غړو ناسته وکړه او د صلاح الدين رباني له شتون پرته يې پر يو شمېر مسايلو سره هوکړه وکړه.