د جمعیت ګوند دننه ژور درز: صلاح الدين رباني او عطا محمد نور جميعت ګوند  په دوه ډلو وېشلی  

روهي (پنځه نۍ/۱۲ د چنګاښ)، د جمعيت ګوند دننه په دې وروستيو کې ژور اختلاف را پيدا شوی دی. دغه درز د جمعيت ګوند د رئیس صلاح الدين رباني او د ګوند د اجرائیوي مشر عطا محمد نور ترمنځ پيدا شوی. 

تېره ورځ عطا محمد نور د جمعيت ګوند د لسګونه لوړپوړو کسانو ناسته رابللې او د صلاح الدين رباني له شتون پرته يې یو شمېر مسايل سره هوکړه کړل او لېکلي وو چې دغه ګوند به د سولې په بهير او حکومت کې پوره برخه اخلي. 

عطا محمد نور چې تېره ورځ د جمعيت ګوند د يادې ناستې مشري کوله د جمعيت د هغه لوړپوړو کسانو نومونه يې ذکر کړي وو، چې  له نوموړي سره يې هوکړه درلوده. 

عطام محمد نور لاندې  مسايل لېکلي وو چې هوکړه ته رسېدلي دي: 
۱- د جمعيت ګوند د عمومي ناستې جوړول؛ 
۲- د جمعيت ګوند د عمومي ناستې تر جوړېدو پوري به عنايت الله شاداب د ګوند د لارښوودې شورا د ناستو مشري کوي؛ 
۳- جمعيت ګوند به د سولې بهير کې په فعال ډول برخه اخلي؛ 
۴- جمعيت ګوند به د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت په حکومت کې فعاله برخه اخلي؛ 
۵- د جمعيت ګوند د جهاد او مقاومت د حوزې د يووالي لپاره به يو مرکزي جوړښت رامنځ ته کيږي. 

عطا محمد نور د لاندې کسانو نومونه ذکر کړي، چې په پورته مسايلو يې هوکړه کړي. 
کلیم الله نقیبي - محمد یونس قانوني 
استاد عنایت الله شاداب - عبدالستار مراد
حاجي حضرت علي - فضل الکریم ایماق
بسم الله محمدي - استادشیرمقصود حیدري
جنرال بازمحمد‌احمدي - بصیره سلطاني
قاضي ‌غلام‌فاروق شیرزادي - سید اعلي هاشمي
عبدالشکور‌‌ واقف حکیمي - استاد اجرالدین اقبال
مولوي عبدالعزیز عزیزي - عبدالاحد سلطانزوی
حلیمه عسکري - انجنیر عجب گل
داکتر محي الدین مهدي - عبدالحفیظ منصور
معلم عبدالخالق مجاهد - مولوي ‌شفیع الله نورستانی
استادفضل الرحیم بصیرت - استاد عبدالمالک هموار
جنرال عبدالبصیر سالنګی - نور رحمن اخلاقي
جنرال عبدالخالق - علم خان آزادي
ولوی‌ اسدالله جمالي - قاری غلام محمد مصئون
حسام الدین تالقانپ - سید احمد قتالي
عنایت الله نظري- سید ناصر یعقوبي
قاضي عبدالباري - قاری حیات الله 
حسین شاه رحماني - داکتر شمس الحق آریانفر
حاجي محمد رحیم‌ ایوبي- کمال الدین حامد
استاد واصل نور مهمند - حاجی محمد انور باوري
جنرال ضیاالدین دلدار - عبدالواحد خراساني. 

خو صلاح الدين رباني نن ورځ د يوې خبرپاڼې په نشر ويلي دي، چې د دغه ګوند پر وړاندې له دننه د وېش دسېسې روانې دي، خو دوی به اجازه ورنه کړي.