احمد ضيا مسعود: جمعيت ګوند سولې بهير په خپلواک ډول برخه اخلي 

روهي (څلورنۍ/۱۱ د چنګاښ)، د پخواني ولسمشر حامد کرزي لومړي مرستيال او د جمعيت ګوند مخکښ غړی احمد ضیا مسعود د هېواد په لويو ملي مسايلو او په ځانګړي ډول د سولې بهير کې د جمعيت ګوند پر خپلواکې برخې اخېستنې ټېنګار کړی دی. 

احمد ضيا مسعود وايي چې د سولې بهير کې جمعيت ګوند د قضيې یو طرف دی او د سولې بهير کې به يې برخه اخېستنه په خپلواک ډول وي. 

نوموړي پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې د افغانستان په اساسي قانون کې تعديل هم اړين دی چې د ولس د غوښتنې اړوند، د لويې جرګې په وسيله بايد رامنځ ته شي. 

نوموړي د سولې بهير کې د جمعيت ګوند د خپلواکې برخې اخېستنې په اړه ډېر جزئيات نه دي ورکړي، خو په دې وروستيو کې د صلاح الدين رباني په شمول د جميعت ګوند مخکښو کسانو د سولې بهير کې د جمعيت ګوند د برخې اخېستنې په اړه ناستې پيل کړې دي.